کرزی: طالبان دې ژر تر ژره د نجونو ښوونځي پرانیزي

د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، ښوونه او روزنه د هر انسان بشري حق دی او طالب سرپرست حکومت دې ژر تر ژره د نجونو ښوونځي پرانیزي.

حامد کرزی وايي، ښوونه او روزنه د هر انسان بشري حق دی او له علماوو او مشرانو څخه یې غوښتي څو د هېواد ځوان نسل زده کړو ته وهڅوي.

د هېواد د پخواني ولسمشر حامد کرزي له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښوونه او روزنه د هر انسان بشري حق دی او له علماوو، مخورو او مشرانو څخه یې غوښتنه کړې، څو د هېواد ځوان نسل زده کړو ته وهڅوي.

ښاغلي حامد کرزي پر سرپرست حکومت غږ کړی، چې ژر تر ژره د نجونو ښوونځي پرانیزي او د هېواد بچیانو لپاره د ښوونې او روزنې زمینه برابره کړي.

Back to top button