د کرېکټ نړۍوالې شورا فريد احمد ملک او اصف علي جريمه کړل

د کرېکټ نړۍوالې شورا د پاکستان د کرکېټ ملي ټیم لوبغاړی اصف علي او د افغانستان کرېکټ ملي ټیم لوبغاړی فرید ملک د کرېکټ لوبې د اصولو څخه د سرغړونې له امله د لوبې د فیس ۲۵ سلنه جریمه کړي دي.

دې شورا نن پنجشنبه په يوې خبرپاڼه کې ویلي چې اصف علي د لوبغاړو لپاره د ټاکل شویو اصولو څخه سرغړونه کړې چې په یوې نړیوالې لوبه کې د «زشت چلند او سپکاوي» سره تړليو مسايلو کې راځي.

خبرپاڼه کې راغلي چې افغان لوبغاړی فرید ملک هم «له بل لوبغاړي سره د نامناسب فزیکي تماس له کبله» اصول مات کړي او جریمه شوي دي.
د کرکټ د نړۍوالې شورا په خبرپاڼه کې راغلي، چې له دواړو لوبغاړو څخه د «ورزشي اخلاقو یو-یو پواینټ هم» کم شوی دی.

یادو لوبغاړو دوه ورځې وړاندې د پاکستان او افغانستان د لوبې پر مهال لفظي شخړه کړې وه.

Back to top button