افغان اتل راشدخان له خپل ملت بخښنه غوښتې

د افغان کرېکټ مشهور او ځلانده ستوري راشدخان د پاکستان پر وړاندې له ماتې وروسته له خپل ملت بخښنه غوښتې.

راشدخان په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي، چې موږ د لوبې تر پایه مبارزه وکړه او زه په خپلې لوبډلې ویاړم، خو افسوس چې خپل ملت ته مو خوشحالي ور نه کړه.

افغان اتل دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې افغانستان د اسیا کپ په روانو سیالیو کې تېره شپه د اګسټ په ۸مه پاکستان سره له يوې په زړه پورې لوبې وروسته په نولسم اوور کې سيالې پاکستانۍ لوبډلې ته لوبه وبایلله.

همداراز د يادونې وړ ده، چې افغان کرېکټ ملي لوبډله تېره شپه له هندوستان سره د لوبې ميدان ته کښته شوه، چې هندوستان د يو لوړ ۲۱۳ هدف په ورکولو سره دغه سیالي وګټله او دواړه لوبډلې د اسيا کپ سياليو څخه بهر شوې.

Back to top button