د سږني کال د کانکور ازموینې نېټه په ډاګه شوه

د طالب سرپرست حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت وایي، چې د کانکور ازموینه به د راتلونکې تلې میاشتې په نیمايي کې واخیستل شي.

د ياد وزارت ویاند احمد تقي نن په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې د کانکور ازموینه به د راروانې تلې میاشتې په دیارلسمه، څوارلسمه او پنځلسمه نېټه د جوړ شوي مهال ويش له مخې واخیستل شي.

تقي زیاتوي، چې د سږني کال کانکور ازموینې د ګډونوالو د بایومټریک بهیر به هم د راتلونکې تلې میاشتې په یوولسمه نېټه پیل شي.

د طالب سرپرست حکومت د لوړو زده کړو وزارت د سږني کال د کانکور ازموینې د اخیستلو نېټه داسې مهال اعلانوي، چې د دغه حکومت په راتګ سره تراوسه پورې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو دروازې تړلې پاتې دي.

Back to top button