یونیسف د ننګرهار روغتون کې نوې ودانۍ جوړوي

یونیسف مؤسسه په ننګرهار سیمه ییز روغتون کې د ختیځ په کچه په خوارځواکۍ ناروغي د اخته ماشومانو د درملنې څانګې يا TFU لپاره نوې ودانۍ جوړوي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، چې د یادې څانګې د چارو د پیل په مراسمو کې د ننګرهار عامې روغتیا ریاست مسوولينو او د یونیسف مسوولینو هم شتون درلود، چې نن عملاً د پټۍ په پرېکولو سره پيل شوې او د ۵ میاشتو په موده کې به بشپړې شي.

هغوی زیاتوی چې دغه څانګه چې د UNICEF په مالي همکارۍ جوړیږي په مرسته به یې د ننګرهار کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو په خوارځواکۍ ناروغي د اخته شویو ماشومانو د درملنې لپاره د بستر ترڅنګ معیاري خدمات وړاندې کړي.

 

Back to top button