بایډن او ليز ټراس ټيلفوني خبرې اترې کړي

بايډن د برېټانيا نوې لومړۍ وزيرې سره ټيليفوني اړيکه نيولې او هغې ته يې د نوې دندې مبارکي ورکړې ده. 

د سپینې ماڼۍ يوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د امريکا ولسمشر جوبايډن د بريټانيې لومړۍ وزيرې ليز ټراس سره ټليفوني خبرې اترې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د اړيکو پر پراختيا ټينګار کړی دی.

بايډن د نوې لومړۍ وزيرې په توګه د ټاکل کېدو له کبله مېرمن ټراس ته مبارکي ورکړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د اړيکو پراختيا د ټينګار تر څنګ د روسيې پر ضد د اوږه په اوږه درېدو غوښتنه هم ترې کړې ده.

ويل کېږي، چې دغه دواړه مشران به د روانې مياشتې په وروستيو کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډه کې سره وویني.د اټکل له مخې، د دې غونډې بحث به له اوکراين څخه ملاتړ، اقتصادي او سوداګريزې اړيکې او د ايران اټومي تړون ټکي وي.

ليز ټراس وړمه ورځ د بوريس جانسن تر استعفاء وروسته د برېټانيا د محافظه کار ګوند د مشرې او د بريټانيا د لومړۍ وزيرې په توګه وټاکل شوه.

Back to top button