غور کې یوه کس خپل ګاونډی وژلی دی

غور کې د دوو کورنیو د شخړې له امله یو کس وژل شوی دی.

د طالبانو د سرپرست حکومت د غور امنیتي چارواکي وايي، چې د غور ولایت د تیورې ولسوالي په کچوی نیلي سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ د ماشومانو پر سر شخړه شوې ده، چې له امله یې یو کس وژل شوی دی.

د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ مسوولینو سرچینې ته ویلي، چې په دې شخړه کې د محمد په نوم یو کس د عبدالحکیم له لوري د خپل ګاونډي په وسلې وژل شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې عبدالحکیم د طالبانو له لوري نیول شوی او تر څېړنو لاندې دی. تر دې وړاندې هم په هېواد کې د کورنیو ترمنځ په خپلمنځي شخړو کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

Back to top button