بدخشان کې یوې ماشومې د قرآن کریم شپږ سپارې په لاس لیکلي

په بدخشان کې د عايشې په نوم يوې لس کلنې ماشومې د قرآن کريم شپږ سپارې په لاس ليکلې دي.

د معلوماتو له مخې، ‏نوموړې چې د څلورم ټولګي زده کوونکې ده، د قرانکریم شپږ سپارې یې د دوو میاشتو په موده کې په خپل لاس لیکلې دي.

عایشه وايي، که مسوولین ورته اسانتیاوې برابرې کړي، نو کولی شي چې ټول قرآن کریم په خپل لاس ولیکي.

عایشه په بدخشان کې د طالبانو د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت چارواکو له لوري ستایل شوې ده.

 

Back to top button