پاکستان: طالبان دې پر موږ نيوکې نه کوي

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د طالب سرپرست حکومت له چارواکو څخه غوښتي دي، چې نور دې د پر دوی نیوکې نه کوي. هغه ويلي، چې د طالب سرپرست حکومت وروستۍ څرګندونې د دواړو هېوادونو پخوانیو اړیکو ته تاوان رسوي. 

د اېکسپرېس ټریبون په نوم يوې پاکستانۍ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د دغه هېواد لومړي وزير شهباز شریف د طالب سرپرست حکومت له چارواکو څخه غوښتي دي، چې نور دې په ښکاره ډول پر دوی نیوکې نه کوي.

د يادې ورځپاڼې په راپور کې دا هم راغلي، چې د پاکستان حکومت لومړي وزير طالب سرپرست حکومت ته ویلي، د افغانستان د تېرو حکومتونو په شان دې د هرې پېښې ملامتي پر دوی نه اچوي.

د شهباز شريف په وينا، اسلام‌اباد د طالب سرپرست حکومت چارواکو له رسمي او توندو نیوکو سره د مخامخېدو هیڅ تمه نه لري او په خبره یې، ځکه چې پاکستان بیاځلي واک ته د  طالب سرپرست له رسېدو وروسته د هغوی ډېر ملاتړ کړی دی.

د پاکستان لومړي وزير دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تر دې وړاندې د طالب سرپرست حکومت د ملي دفاع وزير ملا يعقوب ويلي و، چې پاکستان دې له خپلې خاورې پر افغانستان د امريکا ډرون الوتکو ته د حملو اجازه نه ورکوي.

Back to top button