کابل کې چاودنه شوې

کابل کې د روسیې سفارت مخې ته چاودنه شوې ده.

راپورونه وایي، چې څو شیبې وړاندې ‏د کابل دارالامان سیمه کې د روسیې سفارت مخې ته چاودنه شوې ده.

د سیمې خلک وایی، چې چاودنه دومره زوروره وه چې د نږدې کورونو ښیښې یې هم ماتې کړي دي.

ویل کېږي د سفارت مخې ته افغانان ویزې ته منتظر وو.

تر دې مهاله د یادې چاودنې د څرنګوالي او مرګ ژوبلې کره معلومات نشته، طالب سرپرست حکومت هم د یادې چاودنې په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

Back to top button