تېره شپه کابل کې بې پیلوټه الوتکو ګزمه کړې

تېره شپه څو ساعته په کابل کې نامعلومو بې پیلوټه الوتکو ګزمې کړې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغو نامعلومو الوتکو تر دې مخکې هم په کابل او یو شمېر ولایتونو کې ګزمې کړې دي.

د افغانستان په هوايي حریم کې د بې پيلوټه الوتکو د ګزمې دوام د یو شمېر هېوادوال اندېښمن کړي دي.

تر اوسه د افغانستان هوايي حریم ته د بې پيلوټه الوتکو د ننوتلو لار نه ده مشخصه شوې. خو د طالبانو سرپرست حکومت ویلي، چې دغه الوتکې د پاکستان له خاورې څخه د افغانستان هوايي حریم ته ننوتې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له افغانستان څخه د امربکایي ځواکونو له وتلو وروسته امریکایي بې پیلوټه الوتکو په افغانستان کې څو ځله هوایي بریدونه ترسره کړي دي.

 

Back to top button