Trending

په کابل او یو شمېر ولایتونو کې زلزله شوې ده

تېره شپه په کابل او یو شمېر ولایتونو کې قوي زلزله شوې ده.

د معلوماتو له مخې، تيره شپه۲:۳۰ دوه نیمې بجې د کابل په ګډون د افغانستان په يو شمېر ولايتونه کې د قوي زلزله شوې ده.

د امريکا متحده ايالاتو د ځمکې پيژندنې ادارې ویلي، چې د دريښتر په کچه دغه ۵.۳ درجې لويې زلزلې مرکز د افغانستان د ننګرهار ولايت په ختيځ کې و.

د یادې زلزلې ټکانونه د کابل په ګډون ختيځو، جنوب ځتيځو او مرکزي ولايتونو کې احساس شوي دي.

تر دې مهاله د دغې زلزلې له امله د اوښتو زیانونو په تړاو کومې سرچینې معلومات نه دي خپاره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې سږ کال په هېواد کې زلزلو خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

Back to top button