بارک اوباما د ايمي هنري جایزه وګټله

د امريکا متحده ایالاتو پخواني ولسمشر بارک اوباما د «زموږ لوی ملي پارکونه» يا نټفلېکس خپاره شوي مستند فلم کې د غوره وياندويي په ویاړ د ایمي هنري (Emmy Award) جايزه وګټله. 

بارک اوباما د امریکا دویم ولسمشر يادېږي، چې دغه جایزه ګټي. ياد مستند فلم د بارک اوباما او مېشل اوباما د هایر ګراونډ په نوم د فلمونو جوړولو شرکت  له لوري جوړ شوی دی.

همداراز “زموږ لوی ملي پارکونه” مستند فلم پنځه برخې لري، چې د امريکا، اندونیزیا، کینیا، چيلي او نورو هېوادونو ملي پارکونو او ځنګلي ژوند ښکلا پکې نندارې ته وړاندې شوې ده.

دې جایزې ته د اوباما تر څنګ نوموتي داستان ويوونکي کريم عبدالجبار، ډېوېډ اتنبورو او لوپيټا نيونګو هم نوماندان وو.

د ایمي جايزه په امريکا کې هغو کسانو ته ورکول کېږي، چې د ټلويزوني خپرونو توليداتو په برخه کې يې کار او هڅې کړې وي.

دغه جايزه چې ځيني يې د اسکار جايزې سره ورته ګڼي، د ورکړې لومړی پړاو يې په ۱۹۴۹ کال کې په امريکا کې ترسره شو.

ال پاچينو، انتوني هاپکينز، مارلون برانډو او پل نيومن هغه نوموتي سينمايي ستوري دي چې له دې وړاندې يې دغه جايزه ترلاسه کړې ده.

Back to top button