فاریاب کې نامعلومو وسله‌والو یو ځوان وژلی

په فاریاب کې نامعلومو وسله والو کسانو یو ځوان وژلی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې یاد ځوان خلیفه خالدار نومېده او تېره شپه د فاریاب ولایت د خواجه‌ سبزپوش ولسوالۍ په بایقیزي سیمه کې په خپل کور کې وژل شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې نامعلومو وسله‌والو بېګاه ۱۱:۵۰ دقیقې دغه ځوان چې ویده و، په خپله بستره کې پنځه مرمۍ ویشتی او وسله وال کسان له سیمې څخه په تېښته بریالي شوي دي.

په فاریاب کې د طالبانو د سرپرست حکومت ځایي مسوولینو د یادې پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

Back to top button