یونان:‌ څلور کسان د انساني قاچاق په تور نیول شوي

یوناني‌ چارواکي وایي، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ یې څلور تنه د انساني قاچاق په تور نیولي دي. ټاکل شوې ده چې نیول شوي کسان په راتلونکو ورځو کې محکمې ته حاضر شي.

کډوال نیوز د یوناني رسنۍ اکاتیمریني د یو خبر له مخې لیکلي، چې د الکساندروپوليس امنیتي ځواکونو په دوو جلا پېښو کې څلور تنه د انساني قاچاق په تور نیولي دي.

یوناني ځواکونو دغه څلور کسان چې په دوو موټرو کې سپاره ول د تېرې چهارشنبې په ورځ د اګست ۳۱مه د اګناتیا ادوس پر لویه لاره ونیول.

داسې ویل کېږي چې په لومړي موټر کې سپرو کسانو دنده درلوده چې دا معلومه کړي چې ایا پر لاره د پولیسو پوستې شته که نه. دویم موټر کې بیا ۸ سند نه لرونکي کډوال پټ کړل شوي وو.

د اکاتیمریني په حواله، هغه موټر چې کډوال یې انتقالول د تلاشۍ پوسته کې له درولو ډډه وکړه، خو د الکساندروپولیس ځواکونو ودراوه.

ټاکل شوې ده چې نیول شوي‌ کسان په راتلونکو ورځو کې د الکساندروپولیس لومړنۍ محکمې ته حاضر شي.

الکساندروپولیس د یونان په شمال ختیځ کې موقعیت لري‌ او د اوروس سیمې پلازمېنه بلل کېږي.

Back to top button