لوګر کې د زده کوونکو کورنیو ښوونځي ته د برېښنا واټرپمپ جوړ کړ

د لوګر یوه ښوونځي ته د زده کوونکو د کورنیو په مالي لګښت د لمریزې برېښنا واټرپمپ فعال شو.

د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ اړوند د شاه ابو الفتح ښوونځي ته د لمریزې برېښنا واټر پمپ فعال شو.

یاد واټر پمپ د ښوونځي ادارې په هڅو د ښوونکو او د زده کوونکو کورنیو د ۲۶۵۰۰ افغانیو په شخصي لګښت فعال شوی دی.

دغه سیستم د اوبو یو واټر پمپ، د لمریزې برېښنا ۲ سولر او د اوبو پیپ لري، چې له څاه څخه يو اېنچ اوبه پورته کوي.

د یاد سیستم په فعالولو سره د ښوونکو او زده کوونکو د څښاک اوبو د نشتون ستونزه هواره شوه او د نوموړي ښوونځي شنه ساحه له وچېدو څخه وژغورل شوه.

Back to top button