ننګرهار کې د شري واکسین کمپاین پیل شو

په ننګرهار کې د شري واکسینو د تطبیق کمپاین پیل شو.

د طالبانو د سرپرست حکومت د ننګرهار ولايت د عامې روغتيا مسوولین وايي، چې یاد کمپاین چې دروغتیا نړۍوال سازمان په مالي مرسته د ننګرهار په ۴ ولسوالیو سرخرود، چپرهار، حصارک او لعلپوره کې پرون پیل شوی ۶ ورځې به دوام وکړي.

هغوی زیاتوي، چې په دغه کمپاین کې به ۷۲زره هغه ماشومان واکسین شي چې عمرونه یې د ۶ او ۵۹ میاشتو په منځ کې وي.

د ماشومانو د شري ناروغۍ د واکسین د تطبیق کمپاین په داسې مهال پیل کېږي چې سږکال د شري ناروغۍ په افغانستان کې د نورو کالونو په پرتله ډېره شوې ده.

Back to top button