توماس ویسټ په هرات کې برید غندلی

توماس ویسټ په هرات کې د تیرې ورځې برید غندلی دی.

‏د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ په هرات کې د تیرې ورځې برید غندلی او پر خپله ټویټرپاڼه یې لیکلي، چې د دې پېښې عاملین باید عدالت ته وسپارل شي.

تېره ورځ د هرات په ګذارګاه جامع جومات کې دوه پرلپسې چاودنې وشوې چې په کې د دغه ولایت مشهوره دیني عالم مولوي مجیب الرحمان انصاري ووژل شو او شاوخوا ۴۰کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې یو بیا په هېواد کې په جوماتونو او عامو ځایونو کې چاودنو زور اخیستی دی.

Back to top button