افغانستان کې میلیونونه خلک له لوږې سره مخ دي

د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، افغانستان کې ۱۹ میلیونه خلک د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي.

‏د کډوالۍ نړۍواله سازمان په خپل تازه راپور کې ويلي، چې د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او پرلپسې اقتصادي او چاپېریالي ټکانونه، عایداتو کې د پام وړ کمښت، د پیسو د لېږد رالېږد د لږوالي، د خوراکي او نورو توکو د بیو د لوړېدو لامل شوي دي.

ياد سازمان له نړۍوالو هېوادونو څخه غوښتنه کړې چې له افغانستان سره خپلې بشري مرستې ډېرې کړي.

Back to top button