د هرات خلک د روغتیایي امکاناتو له نشتون شکایت کوي

د هرات د کشک کهنه ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي د روغتیایي امکاناتو، د اوبو، برېښنا، سړکونو او ټولنيزو او ښوونيزو خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله شکايت کوي.

هغوی وايي، چې په تېرو دوو لسيزو کې د پخواني حکومت له لوري هم دغې ولسوالۍ ته ځانګړې پاملرنه نه ده شوې، او د روغتیا، ټولنیزو او ښوونې په برخو کې د دوی د ستونزو د هواري لپاره ډېرې هڅې نه دي شوې.

هغوی دغه راز وایي، چې د کشک کهنه ولسوالۍ د ښوونځو ودانۍ نه لري، او اوسمهال په جوماتونو کې زده کړې کوي.

د دې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي بیا وایي، چې په وروستيو کلونو کې د څښاک د پاکو اوبو د څاګانو وچېدو هم د خلکو ستونزې زیاتې کړې دي.

Back to top button