سريلانکا بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه

د شل اووریزه کرېکټ اسیایي کپ سیالیو په لړ کې سریلانکا بنګله‌دېش ته په ماتې ورکولو سره دویم پړاو ته لاره وموندله. 

د دې لوبې ټاس سریلانکا وګاټه او لومړۍ یې بنګله‌دېش ته د توپوهنې بلنه ورکړه، د بنګله‌دېش لوبډلې په ټاکلو۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره سريلانکا ته د ۱۸۴ منډو هدف وټاکه.

دویمه پاڼۍ کې د سريلانکا لوبډلې وکولای شول، چې ياد‌ هدف د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره په وروستي اور کې ترلاسه کړي او دويم پړاو ته لار ومومي. سريلانکا کرېکټ ملي لوبډله به راتلونکې شنبه يو ځل بيا له افغانستان سره د لوبې ميدان ته کښته کېږي.

د يادونې وړ ده، چې نن ماښام به د پاکستان او هانګ کانګ کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ لوبه وي او ګټونکې لوبډله به يې دویم پړاو ته لار مومي.

Back to top button