اروزګان کې یوه کس طالبان وژلي دي

اروزګان کې یوه رواني ناروغ دوه طالبان وژلي او دوه ملکیان یې ټپیان کړي دي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې نن چهارشنبه د سنبلې ۹ مه د دغه ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې یوه رواني ناروغ د طالبانو په عسکرو ډزي کړي، چې په پایله کې یې دوه طالبان وژل شوي او دوه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د اروزګان د اطلاعاتو او کلتور رئیس اغا ولي قریشي سلام وطندار راډیو ته ویلي، چې دغه کس په رواني ناروغۍ اخته دی.

په ورته وخت کې ځايي سرچينې هم دغه پېښه تاييدوي او وايي، دغه کس چې جان نومېږي څه موده وړاندې د طالبانو د ځواکونو له لوري نيول شوی و او له خوشې کېدو وروسته يې له طالبانو سره دوه ځلې نښته کړې ده.

بل خوا ځايي اوسېدونکي وايي، چې په سيمه کې د سپکو او درنو وسلو غږونه اورېدل شوي، خو د اروزګان د اطلاعاتو او کلتور رئیس وايي، چې یاده شخړه یې د قومي مشرانو په مرسته پاى ته رسولې ده.

اغاولي قریشي زیاتوي، چې دا پېښه نن سهار شاوخوا لس بجې د خاص اروزګان ولسوالۍ په “نیروز” سیمه کې شوې ده. د هغه په ​​وينا، د دغه کس وسله وال مخالفت سياسي ريښې نه لري او يوازې رواني ناروغ دى.

تراوسه څرګنده نه ده چې دغه کس څوک دی او د کوم هدف لپاره یې له طالبانو سره جګړه کړې ده.

Back to top button