امريکا افغانانو ته د ځانګړو ويزو پروسه چټکوي

امريکايي رسنۍ خبر ورکوي، چې حکومت يې د افغانانو لپاره د ځانګړو ويزو د ورکړې پروسه چټکوي. 

د امريکايي رسنيو د راپورونو پر بنسټ، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په تازه څرګندونو کې ویلي، چې دوی د افغان کډوالو ستونزې درک کوي او هڅه يې دا ده، چې دوی ته د ځانګړو ویزو د ورکړې پروسه چټکه کړي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، د امريکا حکومت تازه اقدامات پيل کړي دي، څو له مخې يې وکولای شي لا ډېرو افغانانو ته ځانګړې ويزې ورکړي.

همداراز امریکا ټولو هغو کډوالو ته چې، د تخلیې پر مهال دغه هېواد ته تللي دي د دوه کلنو ویزو ورکړه پيل کړې ده او ويل کېږي، چې په دې موده کې به یې د اسنادو نور مراحل هم مخته لاړ شي.

له دې سره سره پر امریکا سختې نیوکې دي، چې زرګونه افغانان یې وويستل، خو لا هم د دوی برخلیک نه دی معلوم او د امریکا په بېلابېلو ایالتونو کې له ګڼو سختو ستونزو سره مخ دي.

Back to top button