پاکستان کې سېلاوونو درنه مرګ ژوبله اړولې

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پاکستان کې د ورستيو اورښتونو له امله سېلاوونو خلکو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د سرچینو د معلوماتو مخې، پاکستان کې د ورستيو سېلاوونو او اورښتونو له په تېرو ۲۴ ساعتونو کې 36 تنه مړه شوي او ګڼ مالي زيانونه يې هم اړولي چې دې سر په یاد هېواد کې د مړو شمېر ۱۱۶۲ تنو ته ورسېده.

د راپورونو پر اساس دغه ۳۶ تنه په پنجاب، خېبرپښتونخوا او سيند صوبه کې مړه شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې سږکال د پاکستان سربېره په افغانستان کې هم شدیدو سېلاوونو خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

Back to top button