ایران او ترکیه له کډوالو سره د قانون خلاف عمل کوي

د بښنې نړۍوال سازمان وایي، چې ایران او ترکیه له افغان کډوالو سره د نړۍوالو قوانینو خلاف عمل کوي.

د بښنې نړۍوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، چې هغه افغانان چې د وروستیو تحولاتو له امله له افغانستان وځي ایران او ترکیه ورسره د نړۍوالو قوانینو او بشري حقونو د اصولو خلاف عمل کوي او پر دوی بریدونه کوي چې ډېری افغان کډوال يې وژلي دي.

د دغه سازمان په راپور کې راغلي، چې پر تش لاسو کډوالو برید او په زور له خپلې خاورې د هغوی ایستل د ټولو هغو قوانینو خلاف عمل دی چې ترکیې او ایران منلي دي.
ياد سازمان پر نړۍوالو بنسټونو غږ کړی چې د ترکیې او ایران د دې ظالمانه اقدام په اړه جدي غبرګون وښيي.

واک ته د طالب سرپرست حکومت تر رسېدو وروسته ډېری افغانان د کار او پنا په موخه ایران او ترکیې ته د تګ هڅه کوي.

Back to top button