لوګر کې سېلاوځپلو سره مرسته وشوه

د MCC چنایي کمپنۍ له لوري لوګر د محمداغې ولسوالۍ اړوند سېلاو ځپلو سره د شل زره ډالرو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته وشوه.

پرون د عینکو د مسو د کاڼ اړوند د چنایي (MCC- MJAM) کمپنۍ له لوري د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د وروستي سېلاوونو له کبله له ۲۰۰ زیانمنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د چنایي MJAM کمپنۍ اجرایوي رئیس اومین د دغې مرستې د وېش پر مهال وویل، چې دغه مرسته، چې د یاد کمپنۍ لخوا د شل زره ډالرو په ارزښت د محمدآغې ولسوالۍ سېلاوځپلو سره شوي، پکې هرې کورنۍ ته دوه بورۍ اوړه، دوه بورۍ وریځې، یو بوتل غوړي، چای، بوره اومالګه په نظر کې نیول وو، چې ټول ټال ۲۳ ټنه خوراکي توکي کیږي.

سږکال سېلاوونو د هېواد د نورو ولایتونو تر څنګ په لوګر کې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي، چې یو شمېر یې لا هم بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

Back to top button