د تېر کال راهيسي يو ميليون افغانان ايران ته کډه شوي

ايران کې د افغانستان سفير وايي، چې د تېر يو کال راهيسي شاوخوا يو ميليون افغانان ايران ته کډوال شوي دي.

په ايران کې د افغانستان سفير عبدالقيوم سلیماني د ايسانا خبري اژانس سره په تازه مرکه کې ويلي، چې د تېر يو کال راهيسي شاوخوا يو ميليون افغانان ايران ته راغلي او دلته د ژوند شپې ورځې سبا کوي.

افغان سفير همداراز ويلي، چې دا ترلاسه شوي ارقام رسمي او ثبت شوي نه دي؛ بلکې لومړني معلومات ښيي چې د تېر ۲۰۲۱م کال د اګسټ ۱۵مې د جمهوري نظام له سقوط وروسته شاوخوا يو ميليون افغانان ايران ته کډه شوي دي.

نوموړی زياتوي، چې ايران ته راغلي افغان کډوال که څه هم د روغتيا، ښوونې او روزنې او بانکي چارو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، خو وایي اوس يې دلته د پخوا په پرتله د ژوند شرایط بد نه دي.

په ايران کې د افغانستان د سفير دا څرګندونې په داسې مهال کوي، چې په دغه هېواد کې پراته افغان کډوال وخت ناوخته  د امنيتي مسؤلينو له ناوړه چلنده شکايت کوي.

د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې په ټولنیزو رسنيو کې داسې ويډيوګانې خپرې شوې، چې د ایران په خاوره کې له افغان کډوالو سره غير انساني چلند کېږي او هغوی په ډېر بې رحمه توګه شکنجه او ټکول کيږي؛ خو په ايران کې د افغانستان سفير له ايسنا اژانس خبري اژانس سره په تازه مرکه کې دې موضوعاتو ته هیڅ اشاره نه ده کړې.

Back to top button