پکتیکا کې یوه ځوان خپل پلار وژلی

د پکتیکا سیمه ییزو چارواکو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې یوه ځوان خپل پلار وژلی دی.

د طالبانو د سرپرست حکومت د پکتیکا د اطلاعاتو او کلتور رئیس محمد امین حذیفه سرچینې ته ویلي، چې تېره شپه د دې ولایت په یحیي خېلو ولسوالۍ کې یوه ځوان خپل پلار په چاقو وژلی دی.

د پکتيکا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس زیاتوي، دغه پېښه د يحيى خېلو ولسوالۍ په غيبي خېلو کلي کې شوې ده.
حذیفه دغه راز زیاتوي، چې دغه ځوان باقی نومېږي او تر لفظي شخړې وروسته یې پلار په چاقو وهلی دی.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې ورته پېښې رامنځته شوې دي.

Back to top button