ملګرو ملتونو د افغان مېرمنو په اړه اندیښنه ښودلې

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په يو تازه راپور کې د افغانستان  ميندوارو ښځو پر وضعيت انديښنه څرګنده کړې ده.

دغه صندوق ويلي، چې افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې يوه ميندواره مور د مخنيوي وړ عواملو له کبله خپل ژوند بايلي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د دې راپور په خپرولو سره ويلي، چې د افغان ميندو د مړينې کچه د اسيا او هېوادونو په کچه تر ټولو لوړه ده.

همداراز په راپور کې ويل شوي، چې افغانستان کې د مناسب روغتيايي سيستم د نشتوالي له کبله په لرې پرتو سيمو کې ګڼ شمېر ميندوارې مېرمنې له زیاتو ستونزو او لوی ګواښ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق تر دې وړاندې هم ويلي وو، چې افغانستان کې د ميندوارۍ د سلامتيا او له دې کبله د پېښو رواني او ټولنيزو اړتياوو د پوره کولو لپاره شاوخوا ۲۵۲ ميليونو امريکايي ډالرو ته اړتيا لري.

Back to top button