ليبيا کې د‌ سياسي ډلو ترمنځ جګړه رامنځته شوې

عربي رسنۍ وايي، چې ملګرو ملتونو په ليبيا کې د سياسي ډلو ترمنځ د روانې جګړې د ودرېدو غوښتنه کړې ده. 

عربي رسنۍ راپورونه ورکوي، چې ملګرو ملتونو دا غوښتنه وروسته تر هغې کړې، چې د‌ ليبيا په پلازمينه ترابلس کې د مخالفو سياسي ډلو تر منځ په روان تاوتريخوالو کې لږ تر لږه ۲۳ تنه مړه او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

ليبيا هېواد په ۲۰۱۱م کال کې د ناټو تر لاسوهنې او د معمر القذافي تر وژنې او د هغه د نظام تر نسکوريدو وروسته د سياسي واک پر سر د جګړو او تاوتريخوالي په اور کې سوځي.

که څه هم دغه هېواد کې له تېرو دوو کلونو راهيسې نسبي ثبات او امنيت ټينګ شوي وو، خو پرون وروسته تر هغې په کې خونړۍ پېښې رامنځته شوې، چې د نړۍوالې ټولنې له لوري په رسميت پېژندل شوي حکومت فتحي باشاغا ته پر وفادارو ملېشو بريدونه وشول.

د ليبيا پر ختيځ واکمن پارلمان باشاغا د دغه هېواد لومړی وزير بولي، خو نورې سياسي ډلې بيا د واکمنۍ مخالفت کوي او وسلوالې جګړې ته يې مخه کړې. بلخوا ملګرو ملتونو ويلي، چې په ترابلس کې پر ملکي اهدافو بې دريغه سپکې او درنې وسلې چلېدلې دي. په په ورته وخت کې ملګرو ملتونو تاوتريخوالي کې پر ښکېلو ټولو غاړو د سملاسي اوربند غږ کړی دی.

Back to top button