افغانستان اسيا کپ کې خپله لومړی لوبه وګټله

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د اسيا جام لوبو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه کې د سريلانکا کرېکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه. 

افغان کرېکټ ملي لوبډلې کپتان نبي عیسی خېل د نننۍ لوبې د پچې په ګټلو سره لومړی خپلې سيالې لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.

سريلانکا لوبډلې په ۱۹ اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره افغان لوبډلې ته د ۱۰۶ منډو هدف کېښود.

د توپ اچونې په برخه کې فضل الحق فاروقي ۳ وېکټې، نوين الحق يوه وېکټ، محمد نبي او مجيب الرحمن دوه دوه وېکټې ترلاسه کړې.

په دويمه پاڼۍ کې افغانستان یوازې د دوه وېکټو په سوځېدو سره  وکولای شول، چې په لسم اور کې ټاکلی هدف پوره کړي او لوبه د ۸ وېکټو په توپیر وګټي.

د توپ وهنې په برخه کې رحمان الله ګربز ۴۰ منډې او حضرت الله ځاځي ۳۷ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

فضل الحق فاروقي په درې نيمو اورونو کې د ۱۱ منډو په ورکولو او د ۳ وېکټو په ترلاسه کولو سره د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړه.

افغانستان به د اسيا جام سياليو په لړ کې خپله دويمه لوبې لپاره د سې شنبې په ورځ، بنګله دېش سره د لوبې ميدان ته کښه شي.

Back to top button