د پاکستان پوځ ټي ټي پي سره مذاکرات ناکام بللي

پاکستاني رسنۍ وايي، چې د پوځ لوی درستیز له ټي ټي پي سره مذاکرات ناکام بللي دي.

پاکستاني رسنيو د جنرال قمر جاوېد باجوه له قوله ویلي، چې له ټي ټي پي سره یې مذاکرات ناکام شوي او د دغه  هېواد پوځ د یادې ډلې پر وړاندې پر سختو لارو چارو غور کوي.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې ټي ټي پي او د دغه هېواد د حکومت ترمنځ خبرې اترې د روان لمريز کال په لومړيو کې د طالب سرپرست حکومت په منځګړیتوب پيل شوې وې، خو اوس معلومات داسې دي، چې دا مذاکرات ناکام شوي او پاکستانی پوځ يې پر وړاندې د جګړې تياری نيسي.

رسنۍ وايي، چې قمر جاوید باجوه، د دغه هېواد د پوځ د قوماندانانو په کنفرانس کې، د ترهګرو ډلو پر ضد د مبارزې په ساتلو او په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د عملیاتو د دوام لپاره پر چمتووالی ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د پوځ او د دغه هېواد د تحریک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي تر منځ درې میاشتنی اوربند لا هم پر ځای دی او د دواړو خواوو استازي په خبرو اترو بوخت دي.

Back to top button