فاریاب کې یوې نجلۍ ځان وژنه کړې

په فاریاب کې یوې پنځلس کلنې نجلۍ ځان وژنه کړې ده.

د طالبانو د سرپرست حکومت د فاریاب امنیتي مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د یوې پنځلس کلنې نجلۍ ځان وژنه کړې ده.
دا پېښه تېره ورځ د فاریاب ولایت د شیرین تګاب ولسوالۍ په اسلام کلا کلي کې رامنځته شوې ده.

د فارياب د امنيې قوماندانۍ مسوولین وایي، چې یاده نجلۍ قمرګله نومېده، ځان یې زیندۍ کړی دی.

د ښاغلي فرقاني په وینا د دغې نجلۍ د کورنۍ غړو ویلي چې د دې ځان وژنې په علت او انګیزه نه پوهیږي او دا نجلۍ د ځان وژنې پر مهال له خپلې خور سره په کور کې وه.

د فاریاب امنیتي چارواکي زیاتوي چې تر اوسه یې د دې پېښې په تړاو څوک نه دي نیولي.

Back to top button