یوه بلجيمي ځوان نړۍوال ریکارډ مات کړ

یوه بلجيمي ځوان چې اوس ۱۷ کاله عمر لري د نړۍ د ځوان پیلوټ په ډول د نړۍ ګرد چارپېره وګرځېد او نوی نړۍوال ریکارډ یې جوړ کړ.

مارک روترفورډ Mack Rutherford د پلار لخوا برتانوی او د مور لخوا بلجيمی دی چې اوس په بلجيم کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي، وتوانید چې په پنځو میاشتو کې د نړۍ ګرد چارپېره په خپله وړه الوتکه کې الوتنه وکړي. تر دې وړاندې دده خور زارا هم د ځوانې ښځې ریکارډ چې له نړۍ ګرد چارپېره ګرځېدلې وه مات کړی دی.

مارګ روترفورډ خپل سفر د بلغاریا له سوفیه ښار څخه پیل کړ او بېرته د تېرې چهارشنبې په ورځ راستون شو. دده پلار سم روترفورډ هم په بلجيم کې پوځي پيلوټ دی.

په بلجيم کې ډېرو بلجيم میشتو کډوالو ریکارډونه جوړ کړي دي.

Back to top button