کاناډا د سلګونو افغان کډوالو د لېږد خبر ورکوي

د کاناډا د کډوالۍ او تابعيت ورکولو اداره وايي، چې تازه سلګونه نور افغانان دغه هېواد ته انتقال کړي.

د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ورکولو ادارې په خپله ویب پاڼه له پاکستان څخه خپل هیواد ته د ۳۲۴ نورو افغان کډوالو د لېږد خبر ورکړی دی.

يادې ادارې ویلي، چې دا افغان کډوال د څو میاشتو راهیسې په پاکستان کې مېشت وو او دوی په یو ځانګړي پرواز کې کاناډا ته ولېږدول.

د کاناډا د کډوالو ادارې زیاتوي، چې په دې کډوالو کې هغه کسان شامل وو، چې په تېرو څو کلونو کې يې په افغانستان کې له کاناډايي سرتیرو او یا د دغه هېواد اړوند ادارو سره کار کړی و.

د يادونې ده، چې د کاناډا حکومت په خپله خاوره کې شاوخوا ۴۰زره افغان کډوالو ته د ځای ورکولو ژمنه کړې ده.

د کاناډا حکومت د دغې پرېکړې له مخې ټاکل شوې د افغان ژباړونکو او د هغوی د کورنیو په ګډون پنځه زره کسان د کډوالۍ ځانګړي پروګرام او څه باندې ۱۸زره نور له ګواښ سره مخ افغانان د بشردوستانه پروګرام له لارې هغه هیواد ته انتقال کړي.

Back to top button