د کرېکټ افغان لوبغاړي ریکارډ جوړ کړ

د کرکېټ افغان لوبغاي په بریټیش افغان لس اوره سیالو کې ریکارډ جوړ کړ.

افغان لوبغاړي یونس احمدزي په بریټیش افغان لس اوره سیالیو کې پر ۳۲ بالونو د سلیزې وهلو سره ريکارډ جوړ کړ.
نوموړي په پرونۍ لوبه کې ټوټل پر ۴۰ بالونو ۱۲۷ منډې جوړې کړې چې په کې یې ۱۲ شپږيزې او ۸ څلوريزې ووهلي.

بریټیش افغان لس اوره یو ورځنۍ سیالۍ د افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخیستلو د ۱۰۳ کلیزې په ویاړ د جمعې په ورځ لندن کې پیل شوې دي.

دې لس اوره سیالیو کې د انګلېنډ له بېلابېلو ښارونو ۹ مسلکي کلبونه یا لوبډلې ګډون لري چې ټولې ۱۲ لوبې کوي.
دا لوبډلې په دریو برخو وېشل شوې دي او هره لوبډله دوه دوه لوبې کوي.

Back to top button