غني: د طالبانو تر ولکې لاندې هېواد ته نه ستنېږم

مخکينی ولسمشر محمد اشرف غني وایي، چې د هېواد رهبرۍ په کچه وروستی کس و چې افغانستان یې پرېښود.

د افغانستان مخکيني ولسمشر اشرف غني له پي‌بي‌اس ټلويزيوني شبکې سره په خبرو کې ویلي، تر وروستۍ دقیقې د افغانستان امنیتي ځواکونو او افغانانو دفاع ته ژمن و او د هېواد د رهبرۍ په کچه وروستی کس و چې افغانستان یې پرېښود.

اشرف غني وایي، په داسې يو حالت کې راګیر شو، چې قرباني ورکولو يې جمهوریت نه‌شو ژغورلی او دی هم اړ شو څو هېواد پرېږدي.

هغه همداراز ويلي، چې هېواد ته يې د تللو شرایط څرګند دي او هغه وخت به ستون شي چې د هر فرد ازادي خوندي وي او یو داسې حکومت موجود وي، چې د ټولو خلکو استازولي وکړي‌.

Back to top button