د اوسپنې لومړنۍ هايدروجني پټلۍ فعاله شوه

په جرمني کې د لومړي ځل لپاره د اوسپنې پټلۍ فعاليت پيل کړ.

د اوسپنې دغه پټلۍ چې د هايدروجن ګاز په مرسته چلېږي، د السټوم په نوم د يوې فرانسوي کمپنۍ په مرسته جوړه شوې ده. د دې پروژې د مسؤلينو په خبره، ياده پټلۍ د چاپېريال په ساتنه کې مرسته کوي او ارزانه انرژي هم په کې کارول کېږي.

د رسنيو د راپورونو پر بنسټ، د دې پټلۍ پروژه څلور کاله تر ازمېښت لاندې وه، چې تازه بريالۍ اعلان شوه او رسماً يې په فعاليت پيل وکړ.

په اوس وخت کې د هايدروجن د لاسته راوړلو اسانه لار د فوسيلي نفتو تجزيه کول دي، خو هڅې روانې دي چې د برښنا په مرسته د اوبو تجزيې ته وده ورکړل شي.

بلخوا ساينس پوهان بيا وايي، په راتلونکي کې به د موټرو په څېر ډېری ماشينونه د هايدروجن پر مټ فعاليت کوي، چې دا د چاپېريال ساتنې لپاره غوره زېری دی.

Back to top button