د حرم شریف پخوانی امام په لس کاله بند محکوم شو

د سعودي عربستان حکومت د مکې معظمې پخوانی ملا امام په لسو کلونو بند محکوم کړی.

عربي رسنۍ وايي، چې د سعودي عربستان یوې محکمې په مکې معظمې کې د حرم شریف پخوانی امام شیخ صالح الطالب په لسو کلونو بند محکوم کړی دی.

د رسنيو د معلوماتو له مخې، د سعودي عربستان پولیسو د حرم شریف پخوانی ملا امام شيخ صالح الطالب د ۲۰۱۸ زیږدیز کال په اګست میاشت کې نیولی و، خو هغه وخت يې د نیولو لامل نه و په ډاګه شوی.

په ورته وخت کې ځینو سرچینو ویلي، چې هغه د سعودي عربستان حکومت په ځینو پرېکړو توندې نيوکې کولې، چې له همدې امله دغه حکومت ونيوه او په لس کاله بند یې محکوم کړ.

Back to top button