امريکا: د خپلو همکارانو د ايستلو په لټه کې يو

امريکا وايي، افغانستان څخه د خپلو پاتې همکارانو د ايستلو لړۍ چټکوي. 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په تازه څرګندونو کې ویلي چې لا یې هم لسګونه متحدین او همکاران په افغانستان کې پاتې دي او دوی یې د ایستلو هڅه روانه کړې.

د هغه په وینا، امریکا په دې لټه کې ده چې وکولای شي د بې خطره لارو د ځانګړو وېزو لرونکي او یا هم د امریکا تابعیت لرونکي کسان راوباسي.

هغه ویلي، چې له خطر سره مخ افغانانو د ایستلو په لټه کې هم دي او امريکا نه غواړي وګړي یې په افغانستان کې له کوم ګواښ سره مخ شي.

په ورته وخت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کمپونو کې پرتو افغانانو ته په خطاب کې ویلي، چې ژر تر ژره به په امریکا کې ځای پر ځای شي او ددې چارې لپاره ۱،۳ میلیارده ډالره نور هم ځانګړي شوي دي.

Back to top button