یونان غواړي د ترکیې په پوله دېوال جوړ کړي

د یونان د ملي امنیت حکومتي شورا د دغه هېواد د پولو د ساتنې لپاره یو لړ نوي اقدامات تصویب کړي دي. ټاکل شوې ده چې یونان له ترکیې سره د پولې په اوږدو کې اوسپنیز دېوال جوړ کړي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د یونان د ملي امنیت حکومتي شورا د تېرې سې شنبې د اګست ۲۳مه د دغه هېواد او ترکیې ترمنځ اوروس سیمه کې د پولې په اوږدو کې د اسپنیز دېوال د جوړېدو پرېکړه کړې د.

اوسمهال د یونان او ترکیې پر پوله شته دېوال ۴۰ کیلومتره اوږدوالی لري. یوناني چارواکو درې میاشتې مخکې ویلي وو چې په پام کې لري چې له ترکیې سره پر پوله به داسې خنډونه جوړ کړي چې ۱۲۰ کیلومتره اوږدوالی ولري. د دغه دېوال د جوړولو کار تېره جون میاشت پیل شوی و.

د یونان د ملي امنیت حکومتي شورا دغه راز پرېکړه کړې ده چې سرحدي سیمو کې عصري وسایل ولګول شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سمندر کې هم سخت تدابیر ونیول شي.

Back to top button