لوګر کې یوې شورا له سېلاوځپلو سره مرسته وکړه

لوګر کې زرغون شهر ټولنیزې شورا د خوښۍ ولسوالۍ له ۱۰۰ سیلاوځپلو کورنیو سره مرسته وکړه.

په دغو مرستو کې چې شاوخوا یو میلیون افغانۍ ارزښت لري خوراکي توکي، جامې او د پخلنځي وسایل شامل دي چې په راتلونکو دوو ورځو کې به په خوښۍ ولسوالۍ کې د وروستیو سیلاوونو له امله پر ۱۰۰ بې ځایه شویو کورنیو ووېشل شي.

د یادې شورا مسوولین له ټولو ملي او نړۍوالو مرستندویه بنسټونو غوښتنه کوي چې د لوګر له وروستیو سېلاوځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

روانه اونۍ د لوګر ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې د سختو سېلاوونو له امله شاوخوا ۳۰۰۰زره کورونه ویجاړ شوي او ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Back to top button