افغانستان د مذهبي لږکيو لپاره امن ځای نه دی

امريکا وايي، چې افغانستان د مذهبي لږکيو لپاره خوندي هېواد نه دی.

د مذهبي ازادۍ په برخه کې د امریکا نړۍوال کمېسیون په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې افغانستان د مذهبي لږکیو لپاره خوندي هېواد نه دی.

د دغه نړۍوال کمېسیون په خبره، طالب سرپرست حکومت د مذهبي لږکیو پر ازادۍ محدودیتونه وضع کړي او د هغوی حقونو ته درناوی نه کوي.

دغه راز د مذهبي ازادۍ په برخه کې د امريکا نړۍال کمېسیون ويلي، چې له افغانستان څخه د سیکانو او هندوانو لږکیو د وتلو لامل هم په دغه هېواد کې د طالب سرپرست حکومت واکمنېدل په ګوته کړی.

دغه کمېسيون دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې څه موده وړاندې په کابل کې د سیکانو او هندوانو پر مذهبي ځای برید وشو او ورپسې یوشمېر سیکان او هندوان هندوستان ته تللو ته اړ شول او اوس یې ډېر کم شمېر په افغانستان کې پاتې دي.

طالب سرپرست حکومت بيا د مذهبي ازادۍ په برخه کې د امريکا نړۍال کمېسیون د دغو څرګندونو په اړه تر دې دمه څه نه دي ويلي.

Back to top button