کندهارکې لسګونه محصلین له پوهنتون فارغ شول

په کندهار کې د لوړو زده کړو له دوو خصوصي پوهنتونونو څخه د نجونو تر څنګ لسګونه ځوانان فارغ شول.

د کندهار ځایي سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې له دوو خصوصي پوهنتونو څخه لسګونه ځوانان او نجونو، د اداره او مدیریت، بانکدارۍ، ژورنالیزم، ساختماني انجنيرۍ ،کمپیوترساینس، انګلیسي ادبیاتو او حقوقو او سياسي علومو له پوهنځيو څخه د فراغت سندونه واخيستل.

یاد فارغین له طالب حکومت څخه غواړي چې د دوی د مسلک اړوند دندو باندې یې وګماري.

دغه محصلين په داسې مهال له پوهنتون څخه فارغېږي چې واک ته د طالب سرپرست حکومت تر رسېدو وروسته په هېواد کې ښوونیز بهیر ټکنی او له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ شوی دی.

Back to top button