د بخښنې نړۍوال سازمان: طالبان بشري حقونو ته درناوي نه لري

د‌ بخښنې نړۍوال سازمان وايي، چې طالبان په افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونه کوي. 

د بخښنې نړۍوال سازمان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، طالبان له بشري حقونو څخه سرغړونه کوي او په ټينګار يې کړی، چې دوی دې له دې ډول کارونو لاس واخلي.

دغه سازمان ویلي، چې طالبانو په تیر یو کال کې په ګڼو مواردو کې بشري حقونه له پامه غورځولي او دغو حقونو ته هیڅ درناوی نه لري.

له دې سره جوخت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو یو چارواکي ويلي، چې د نیمايي افغانان له سختې لوږې له خطر سره مخ دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د بخښنې نړۍوال سازمان دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې په دې وروستيو کې د امريکا په ګډون ګڼو هېوادونو په طالب سرپرست حکومت نيوکې کړي او دوی له بشري حقونو څخه په سرغړونې تورنوي.

بلخوا طالب سرپرست حکومت بيا د بخښنې نړۍوال سازمان د دې څرګندونو په اړه تر دې دمه څه نه دي ويلي.

Back to top button