هېواد کې د خوارځواکۍ ناروغي ډېره شوې

خوارځواکي په نړۍ کې د ماشومانو د مړینې اصلي لامل دی چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ماشومانو په منځ کې ډېره شوې ده.

که څه هم له کلونو راهیسې خوارځواکي په هېواد کې د ماشومانو لپاره یوه لویه روغتیايي ننګونه ده؛ خو د معلوماتو له مخې په تېر یوه کال کې په دې ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر ډېر شوی دی.

د طالبانو د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، چې د روان کال له پیل څخه یې وړاندوینه کړې وه، چې ښايي په افغانستان کې ۱،۱ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي. خو دوی په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له اټکل شوي شمېر څخه کم ګڼي.

د دغه وزارت ویاند شرف زمان سرچینې ته ویلي، په هېواد کې هره میاشت له ۴۵ زرو څخه تر ۵۰ زرو پورې ماشومان په خوارځواکۍ اخته کېږي

Back to top button