کابل کې د پاکستان د سفیر دنده پای ته ورسېده

په کابل کې د پاکستان د سفیر منصور احمدخان دنده پای ته رسېدلې.

د پاکستان سفیر وايي، چې په افغانستان کې یې د پاکستان د سفیر په توګه دنده پای ته رسېدلې ده.

منصور احمد خان نن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د خدای په اماني لپاره یې د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت له وزیر مولوي امیر خان متقي سره لیدنه کړې ده.

هغه په یاد ټوېټ کې ویلي، چې په دې لیدنه کې یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر ټېنګښت ټینګار کړی دی.

منصور احمد خان له څو کلونو را په دې خوا په کابل کې د پاکستان د سفیر په توګه دنده ترسره کوله.

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په منصور احمدخان پرله پسې نیوکې کېدې، چې د افغانستان په داخلي چارو کې لاس وهنه کوي.

Back to top button