په هېواد کې د اورښتونو اټکل

د هوا پېژندنې ادارې سبا او بل سبا په ۲۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلاوونو راوتلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د طالبانو د سرپرست حکومت د هوا پېژندنې اداره د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلاوونو راوتلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

یادې ادارې سبا او بل سبا به په بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، لغمان، ننگرهار، کاپیسا، پنجشېر، بغلان، پروان، کابل، بامیان، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، روزګان، کندهار، دایکندي او زابل ولایتونو کې یو ځل بیا بارانونه او سېلاوونو د راوتلو اټکل کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې وروستیو سېلاوونو او اورښتونو د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې خلکو درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

 

Back to top button