په کوربه هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت د اندیښنې وړ دی

انسایډر نشریه د سي ای اې يو تحليل کوونکي له قوله وايي، چې نړۍوال تر افغانانو اوکرایني کډوالو ته ډېره پاملرنه کوي. 

د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې یا سي ای اې یوه پخواني تحلیل کوونکي له انسایډر نشریه سره په مرکه کې د افغان کډوالو پر وړاندې د امریکا او نړۍوالې ټولنې روانه تګلاره په کلکه غندلې ده.

هغه يادې نشریې ته ویلي، چې افغان کډوالو ته د امریکا او نړۍوالې ټولنې بې پامي په جدي توګه د اندېښنې وړ ده.

د دغه پخواني تحليل کوونکي په وينا، شاوخوا ۳ زره کسانو په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې په بېلو برخو کې له نړۍوالو ځواکونو سره کار کړی دی، خو امریکا د دوی وضعیت ته پاملرنه نه کوي او لا هم سلګونه وتلي افغان کډوال به کوربه هېوادونو کې له ناوړه وضعیت سره مخ دي.

په ورته وخت کې هغه پر نړۍواله ټولنه غږ کړی چې له تبعیض لاس په سر شي او له افغان کډوالو سره هر ډول اړینې مرستې وکړي.

Back to top button