د هوا پېژندنې اداره: ګڼو ولایتونو کې د اورښتونو امکان شته

د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلاوونو اټکل کړی دی.

د هوا پېژندنې ادارې ویلي، ټاکل شوې چې نن او سبا د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې بارانونه وشي او په ځينو برخو کې خطرناک سیلاوونه هم راووځي.

دغه راز يادې ادارې راز له اورښتونو سره جوخت د لنډمهاله چټکو بادونو وړاندیونه هم کړې ده.

د هوا پېژندنې اداره دا اټکل داسې مهال کوي، چې له تېرو څو اونیو راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې اورښتونه او سېلاوونه روان دي او خلکو ته یې درنه مرګ ژوبله هم اړولې ده.

Back to top button